د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وسله والو برید یو پاکستانی پوځي کېپټن او یو عسکر وژلی، څلور ژوبل


د پاکستان پوځ مطبوعاتو څانګه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په باجوړ ایجنسۍ کې یې پر پوځیانو په برید کې دوه سرتېري وژل شوي دي. خبرپاڼه وايي چې د عسکرو پر یوه څوکۍ یې د افغانستان له غاړې وسله والو برید کړی چې پکې یو کېپټن او سپاهي وژل شوې او څلور نور ژوبل دي.

د پوځ عامه اړیکو څانګه وایي چې په ځوابي برید کې له اتو تر لسو وسله وال وژل شوي او ځنې په ژوبل حالت کې تښتېدلي دي.

د پوځ عامو اړیکو څانګه وایي چې له پولې سره تړلیو سیمو کې د افغانستان حکومت د واک نه لرلو له وجې وسله وال په اسانه داسې بریدونه کوي.

XS
SM
MD
LG