د لاسرسي ځای

شامي پوځ او اېتلافي ځواکونو له اسلامي دولت ډلې څخه د هېواد د ختیځ تر ټولو لوی او مهم ښار دیر الزور نیولی دی.

د شام د بشري حقونو څار برتانیا مېشتې ډلې بېګا وویل، شامي ځواکونه اوس هم د ښار هغه سیمې له وسله والو څخه پاکوي چې لا هم د اسلامي دولت ډلې تر واک لاندې دي.

شامي پوځ په سېپټېمبر کې د دې ښار د بیا نیولو لپاره عملیات پیل کړي ول چې ورته د روسیو هوايي بریدونو، د ایرانیو ملېشو او لبنانۍ شیعه وسله والې ډلې حزب الله ملاتړ تر لاسه دی.

د اسلامي دولت ډلې له ۲۰۱۴ز کال راهیسې د ښار د زیاتره برخو کنټرول درلود خو د ښار یوه لویه سیمه د شامي پوځ تر واک لاندې وه چې پکې شاوخوا ۹۳ زره ملکي وګړي بند پاتې ول.

دیر الزور د شام د تېلو پیدا کوونکي یوازیني ولایت مرکز دی.

XS
SM
MD
LG