د خیبر په لواړګي کې چاودنه شوې چې پکې دوه کسان ژوبل شوي دي.
د لواړګي مرستیال پولېټېکل اېجنټ نیاز محمد مشال راډیو ته وویل، دا چادونه د جمعې پر سهار په بازار کې د ګاډو درېدو په ځای کې شوې.
ده وویل، په چاودنه کې څلور ګاډي زیانمن شوي دي.
نیاز محمد زیاته کړه چې چوونکي مواد د یوه ګاډي لاندې ایښودل شوي ول.
د چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې.