د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستانیان خپلو سیمو ته ستنېدل غواړي


د جنوبي وزيرستان د محسودو قبايلو مشرانو له حکومته غوښتي چې هغه په سلګونه کسان دې جنوبي وزيرستان ته پريښودل شي کوم چې د شمالي وزيرستان بکا خېل کډوالو کېمپ ته لېږل شوي دي.

د جنوبي وزيرستان د محسودو قبايلي مشرانو د پنجشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وويل چې څو ورځې مخکې په بوبړ او سميل سيمو کې د مشکوکه وسله والو پرضد د پوځ لخوا د لټون عملياتو پر وخت بې کوره شوي کورنۍ دي جنوبي وزيرستان ته پريښودل شي.

دا وروسته له هغو ده چې څو ورځې مخکې د جنوبي وزيرستان په بوبړ او سيمل سيمو کې د مشکوکه وسله والو پرضد د پوځ لخوا د لټون عمليت پېل شول او د دې سيمو يو شمېر اوسيدونکي د جنوبي وزيرستان نورو سيمو ته د بېولو پر ځای د شمالي وزيرستان بکا خېل کېمپ کې ساتل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG