د لاسرسي ځای

تازه خبر

سټولتنبرګ: هېڅ یو هېواد باید وسله والو ته پټنځایونه ورنکړي


د ناټو سرمنشي ینز ستولتنبرګ وايي، په پاکستان کې د وسله والو د پټنځایونو په اړه د دې هېواد له مشرتابه په پرلپسې تماس کې دي.

ینز ستولتنبرګ دا خبره د سېشنبې په ورځ د بیلجیم په پلازمېنه برسلز کې یوې خبري غوندې ته کړې ده.

ده وویل، هېڅ هېواد باید وسله والو ته پټنځایونه ورنکړي

په ناټو کې د امریکا سفیرې کې بېلي هوچیسن هم ویلي چې پاکستان باید د ترهګرو ډلو پرضد رغنده رول ولوبوي.

پاکستان دا خبره نه مني چې ګواکې پر خپله خاوره یې وسله والو ته خوندي پټنځایونه ورکړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG