د شاه حسن خېلو کوڼدو یتیمانو ته مثالي کلی لا هم جوړ نه شو
د لکي مروتو په شاه حسنخېلو کلي کې هغو کونډو او یتیمانو ته مثالي کلی کله هم جوړ نه شو چې د خیبر پښتونخوا د هغه وخت حکومت یې ورسره ژمنه کړې وه. په دغه کلي کې په ۲۰۱۰ کال یوه ځانوژونکي برید ۱۲۰ کسان ووژل او لسګونه نور یې ژوبل کړل خو سرکار د شاه حسنخېلو په ټټرونو کې هغه کنډو او ټپونه لا هم رفو نه کړل چې د وسله والو ځانمرګي برید ور رسولي دي. د عمر دراز وزیر ویډیو