د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پر سعودي د توغېدلي توغندي ذمه وار ایران دی'


د سعودي عرب په مشرۍ ټلوالې، د یمن شییعه یاغیانو له لوري پر ریاض د توغول شوي توغندي پړه پر ایران اچولې.

ټلوالې خبرداری ورکړی چې دا اقدام د جګړې د اعلان په توګه ګڼل کېدای شي.

سعودي او متحدانو یې د ځوابي برید اقدام خپل حق بللی دی.

د سعودي عرب په مشرۍ د ټلوالې قومانداني وايي چې د ریاض پر لور د بالیسټیک توغندي په ویشتلو کې، د ایران رول او پر ایران پلوو ملېشو د تهران مستقیم نفوذ، د تېري څرګنده بڼه ده چې ګاونډي هېوادونه په نښه کوي او د سیمې او نړۍ ثبات او امنیت ته ګواښ کوي.

ائتلاف تور لګولی چې ایران دا توغندی حوثي یاغیانو ته چمتو کړی دی.

دا توغندی چې د شنبې په ورځ د ریاض پر لور وتوغول شو، د سعودي د چارواکو په وینا، د ریاض هوايي ډګر ته نېږدې پرته له دې چې زیان واړوي، د دافع هوا د وسلو په وسیله شنډ شو.

د سعودي په مشرۍ ائتلاف په یوه بیان کې چې نن دوشنبه سهار خپور شو، ویلي چې دا اقدام د ایران د رژیم له خوا څرګند پوځي تېری دی او ښايي د سعودي عربستان د سلطنتي نظام پرضد د جګړې د اعلان په توګه یې وګڼي.

په بیان کې ټینګار شوی چې سعودي عرب دا خپل حق ګڼي چې په مناسب وخت او په مناسبه طریقه د ایران په وړاندې ځوابي اقدام وکړي.

له سعودي عرب سره په ائتلاف کې متحده عربي امارات، بحرین، کویټ، مصر، اردن، مراکش، سینیګال او سوډان شامل دي.

دا ائتلاف په ۲۰۱۵ میلادي کال کې رامنځته شو، څو د حوثي یاغیانو پر ضد چې د یمن پلازمېنه صنعا یې نیولې وه، جګړه وکړي.

سعودي عرب نن دوشنبه اعلان وکړ چې له یمن سره خپلې ټولې اړیکې یې د ځمکې، سمندر او هوا له لارې پرې کړي، خو دې هېواد ویلي چې د اړیکو دا بندېدل به موقتي وي او د بشري مرستو فعالیتونه به په پام کې ونیول شي.

ایران تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو د ایران دفاع وزیر مخکې ویلي وو چې هېواد یې په دې مسئله کې لاس نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG