د لاسرسي ځای

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ايشيايي هيوادونو د سفر په لومړي پړاو کې د جاپان پلازميني ټوکيو ته رسېدلی دی.

ولسمشر ټرمپ مخکې تر دې چې جاپان ته سفر وکړي د امریکا هوايي ریاست پرل هاربر ته ورغلو. دا هغه سیمه ده چې جاپانیانو پرې د ۱۹۴۱ کال د دسمبر په ۷ مه برید ترسره کړی و.

ټاکل شوې چې ولسمشر ټرمپ به د جاپان وزيراعظم شينزو ابی او د ګالف نړیوال شهرت لرونکي لوبغاړي هيدکې ماتسوياما سره د ګالف لوبه هم وکړي.

ټرمپ به په جاپان کې د مېشتو امريکايي سرتيرو سره هم ګوري.

دوتلډ ټرمپ به د جاپان سفر وروسته جنوبي کوريا، چين، ويتنام او فلپياين ته هم ځي.

ټرمپ به د ايشيايي هيوادونو ۱۲ ورځو سفر کې له مشرانو سره د شمالي کوريا د ايټمي بحران ترڅنګ په تجارت هم خبري وکړي.

ټوکيو ته له رسيدو لږه شېبه مخکې ټرمپ خبريالانو ته وويل، تمه لري چې د روس له ولسمشر ولاديمير پوتين سره به هم ملاقات وکړي او ترېنه به د شمالي کوريا خلاف مرسته وغواړي.

XS
SM
MD
LG