د جرمونو نړیوال عدالت مشرې وکیلې فاتو بنسودا په یو بیان کې ویلي داسې معقول جوازونه شته چې د افغانستان په جګړه کې جنګي او د انسانیت پرضد جرمونه ترسره شوي وي.
بنسودا زیاته کړې چې په دغه اړه قانوني غوښتنې پوره شوي دي او هغه به د دغه پلټنو د رسمي پیل لپاره د اجازت غوښتنه کوي.
خو بنسودا په مشخصه توګه د چا نوم نه دی اخستی چې د چا پرضد به پلټنې کوي.
په بیان کې ویل شوي چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو د ترسره کیدو معقولو جوازونو ته په کتو سره به د پلټنو د پیل په موخه د عدالتي اختيار رسمي غوښتنه کوي.