د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د مګرو ملتونو پر کارکوونکو د جنسي تور پورې شوی"


ملګري ملتونه وايي، روان ۲۰۱۷ کال له جولای تر سيپتمر مياشت پورې يې د جنسي تېري۳۱ نوې پېښې ثبت کړي دي چې تور يې د دغه ادارې پر کارکوونکو پورې شوی دی.

يادې ادارې د جعمې پر ورځ ويلي دي چې په دغو کې نږدې نيمایي هغه پېښې دي چې د ادارې له مهاجرينو څانګې سره کار کونکي پکې ککړ دي.

د ادارې ویاندې سټيفني دویارڅ وويل چې سيکرټري جنرل انتونيو ګوترس په ښکاره توګه به دې کړنو ناهيلی او خفه دی.

وياندې سټيفني زیاته کړې چې دې نوو يو ۳۱ پېښو کې په ۱۹ پېښو کې د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه او دولسو کې د نورو ولسي ادارو سره کار کونکې ککړ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG