د لاسرسي ځای

تازه خبر

خامنه یي: ایران به پر اټومي تړون د امریکا فشار ته تسلیم نه شي


د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي پرون پنجشنبه وویل چې امریکا د ایران اصلي دښمن او د کلمې په اصلي معنا شریر هېواد دی.

خامنه یي چې په تهران کې د زده کوونکو او محصلینو په ګډون یې یوې غونډې ته وینا کوله، وویل چې د امریکا په وړاندې درېدل یوازنی لاره ده او زیاته یې کړه چې تهران به د نړۍ له شپږو پیاوړو قدرتونو سره د اټمي موافقې په مسئله کې د واشنګټن زور او فشار ته تسلیم نه شي.

ایران په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له شپږو پیاوړو قدرتونو، متحدایالاتو، روسیې، برېتانیا، فرانسې، چین او جرمني سره موافقه وکړه چې د نړیوالو بندیزونو د لېرې کولو په بدل کې به، خپل اټمي پروګرام محدود کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

خو د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره میاشت له دې موافقې سره د ایران د ژمنو عملي کېدل تائید نه کړل. ټرمپ تور ولګاوه چې تهران د دې تړون له شرایطو څخه د توغندیو د پروګرام د دوام په وسیله سرغړونه کړې ده.

خامنه يي د ایران د اټمي پروګرام دفاع وکړه او ویې ویل چې که یې هېواد خپل دفاعي قدرت پیاوړی کړي، نو هېڅوک به دا جرئت ونه لري چې برید پرې وکړي.

نوموړي وویل:

"که موږ خپل دفاعي ځواک پیاوړی نه کړو، زموږ دښمنان به زړور شي، سپین سترګي به شي او وبه هڅېږي چې پر موږ برید وکړي، زموږ دفاعي ځواک باید داسې وي چې دښمن هېڅ راز اقدام ته زړه ښه نه کړي."

خامنه یي په خپله وینا کې پر ولسمشر ټرمپ هغه ځکه انتقاد وکړ چې د ایران ملت یې د ده په وینا، ترورېست بللی دی او د ټرمپ دا وینا یې احمقانه وبلله او ویې ویل چې واشنګټن نه یوازې د ایران له حکومت، بلکې له خلکو سره هم دښمني کوي.

د ایران لوی مذهبي مشر دا څرګندونې په ۱۹۷۹ کال کې په تهران کې د امریکا پر سفارت د برید د کلیزې په درشل کې وکړې چې له دې پېښې وروسته تر نن ورځې پورې واشنګټن او تهران په خپلو کې ډيپلوماټیکې اړیکې نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG