د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین د شام په جګړه کې د ایران د مرستې ستاینه وکړه


د روسیې ولسمشر ولادمیرپوټین د ایران د جوهري تړون او د شام په جګړه کې د ایران د مرستې ستاینه کړی ده.

ولسمشر پوټین د چارشنبې پر ورځ تهران ته د ایران، ازربایجان او روسیې تر مینځ د خبرو اترو لپاره په یوه ورځني رسمي سفر تللی وو.

د دې خبرو موخه د دریواړو هېوادونو تر مینځ تجارت له وده ورکول او د انرژۍ په میدان کې له یو بل سره مرسته ده.

نوموړي په تهران کې د ایران د ولسمشر حس روحاني او ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي سره هم وکتل.

د خامنه اي له دفتره په خپور شوي یو بیان کې ویل شوي، ولسمشر پوټین ویلي چې ماسکو د ایران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمینځ په جوهري تړون کې د څه قسمه بدلون مخالفت کوي.

روسیه یو د هغه هېوادونو دی چې د ایران جوهري تړون يې لاس لیک کړی دی.

د دې تړون په نیتجه کې په ایران بندیزونه لیري کړل شو او په بدل کې يې ایران خپل جوهري پروګرام تړلو ته راضي شو.

ولسمشر ټرمپ د اکتوبر په میاشت کې دې جوهري تړون ته د سند ورکولو انکار وکړو او دړکه يې ورکړه که چیرې د لوظنامې کمزورې برخې سمې نه شي نو امریکا به ترې بهر شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG