د لاسرسي ځای

تازه خبر

پروان ولایت کې چاودنې ۱۵ تنه وژلي


د کابل شمال ته په پروان ولایت کې تیر ماښام په یوه بمي چاودنه کې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي او نژدې ۳۰ نور ټپیان دي.

د پروان د روغتون سرطبیب قاسم سنګین د مشال ریډیو افغان څانګې ته ویلي چې د یو شمیر ټپیانو روغتیایې حالت ښه نه دی چې مرکز کابل ته انتقال شوي.

دا پېښه د چارشنبې پر ماښام وروسته له هغه وشوه چې یو مقناطیسي بم د تیلو په یوه ټانکر کې ځای پر ځای شوی وو او دغه ټانکر په چاریکار کې د یوه مسافر وړونکي بس تر څنګ وچاودید.

بلخوا تیر ماښام د کابل د دریمې امنیتي حوزې اړوند په پل سوخته سیمه کې هم د یوه مقناطیسي بم د چاودنې له کبله یو تن ټپي شوی دی.

د کابل امنیتي چارواکي وایې بم په پراډو ډوله موټر کې چې د اقتصاد وزارت اړوند وو ، ځای پرځای شوی وو چې یوازي موټر چلوونکی ټپي شوی دی.

تر اوسه د دواړو بریدونو ذمه واري چا نه ده منلی .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG