د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د امنیتي تدابیرو نیولو لپاره جرګه


په کورمه کې د امنیت ټینګ ساتلو لپاره د قبایلي مشرانو او حکومتي چاوراکیو تر مینځ جرګه شوې ده.

د جارشنبې پر ورځ په دې جرګه کې د مستي خیلو، حمزه خیلو ، علیزو ، تبرزو او مالي خیلو مشرانو ته وویل شو چې سیمه کې د امنیت ټینګ ساتلو لپاره له حکومت سره مرسته وکړي او د پاکستان افغانستان په پوله د ترهګرو په هلو ځلو نظروساتي.

د سیمې د قامي اسمبلۍ غړي ساجد حسین توري د جرګې په اړه مشال راډیو ته ویلي دي چې په جرګه کې دا پریکړه وشوه چې څوک وسله والو له پناه ورکړي د هغوي پرضد به ګامونه اخستل کېږي.

ځايي مشرانو ویلي دي دوی په سیمه کې امن غواړي او په دغه اړه به د حکومتي او امنیتي ادارو سره مرسته کوي.

دا جرګه په داسې حال کې شوې ده چې په کرمه کې له تېرو څو مودې راهیسې ترهګري بریدونه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG