د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په شل اووريزه لوبو کې په لومړي نمبر شو


د پاکستان کرکټ ټيم په شل اووريزه سياليو کې په لومړي وار د نړۍ تر ټولو غوره لوبډلې اعزاز په خپل نوم کړی، دا له هغې وروستو شوی چې هند نيوزي لېنډ لوبډلې ته په وړومبۍ لوبه کې تېره ورځ ماتې ورکړه.

د نړيوال کرکټ کونسل ‘ايي سي سي‘ په نوملړ کې دا وخت د پاکستان له ۱۲۴ پواينټونو سره په لومړي او نيوزي لېنډ د ۱۲۱ سره په دوېم نمبر دی.

له دې وړاندې د شل اووريزه سياليو په نوملړ کې نيوزي لېنډ په لومړي نمبر وو خو د درې مېچونو د سياليو په لومړۍ لوبه کې ماتې خوړلو وروستو دوېم نمبر ته تللی دی.

د پاکستان د شل اووريزه لوبې په تاريخ کې دا اول وار دی چې پاکستان لومړی نمبر ترلاسه کړی دی.

د يو ورځنۍ سياليو په نوملړ کې پاکستان پر شپږم او په ټېسټ سياليو کې په اووم نمبر دی.

پاکستان تېر کال د ايي سي سي ټېسټ په نوملړ کې هم لومړي نمبر ته رسېدلی وو .

پاکستان په دې وروستيو کې په ټېسټ سياليو کې سري لنکا نه ماتې خوړلو وروستو په يو ورځنۍ او شل اووريزه ټولو سياليو کې سري لنکا ته ماتې ورکړې وه.

د پاکستان او سري لنکا ترمنځ د شل اووريزه سياليو اخيري لوبه په لاهور کې شوې وه، سري لنکا لوبډله د ۲۰۰۹م د بريد وروستو په لومړي وار پاکستان ته راغلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG