د لاسرسي ځای

تازه خبر

'حکومتونه دې خبریالانو ته تحفظ ورکړي'


د ازادې اروپا راډيو مشر ټام کېنټ
د ازادې اروپا راډيو مشر ټام کېنټ

د ازادې اروپا راډيو مشر ټام کېنټ غږ کړی دی چې حکومتونه باید نړیوالو معیارونو ته ژمن پاتې شي او خبریالانو ته تحفظ ورکړي. په خپل یوه خپاره شوي بیان کې نوموړي ویلي د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې خبریالان د ریاستي ادارو او غیر ریاستي ډلو له خوا د زورزیاتي ښکار دي.

د ازادې اروپا راډیو د نړۍ په ۲۳ هېوادونو کې په ۲۵ ژبو کې خپل نشریات خپروي. دا داسې هېوادونه دي چې میډیا یا خو هډو موجوده نه ده او یا ایله اوس سر راپورته کوي.

د ازادې اروپا ریډیو مشر ټام کینټ په یو بیان کې ویلي دي چې روان کال ددغه ادارې خبریالان ۳۴ ځله د بریدونو ښکار شوي دي. دا هغه خبریالان دي چې په روسیه ، اوکراین ، بیلاروسیه، پاکستان ، افغانستان، تاجکستان ، ترکمانستان ، ارمینیا، ازربایجان، او مقدونیه کې خپله وظیفه ترسره کوي.

د خبریالانو کورنۍ هم د بریدونو ښکار شوي دي.

ټام کېنټ ویلي چې په دغه بریدونو کې له ککړو خلکو سره هېڅ احتساب نه دی شوی او نه ورته سزا ورکړل شوې ده.

نوموړې زیاته کړه. ؛په ډېرو موقعو ریاستي چاوراکیو بې له څه وېرې ګامونه اوچت کړي دي. او غیرریاستي بریدګرو ته خو هډو سزا نه ده ورکړل شوې. زموږ خبریالان په نښه کړل شوي دي او داسې سلوک ورسره شوی چې ګنې هغوی مجرمان وي.؛

د نومبر دوهمه نېټه په ټوله نړۍ کې د خبریالانو پرضد د زورزیاتي او جرمونو مخنیوي ورځې په توګه لمانځل کېږي. په دې ورځ د ازادې اروپا راډیو مشر هغه خبریالانو او د هغوی کورنیو ته درنې پیرزونې وړاندې کړې چې په بند محکوم دي او د دړکو ښکار دي.

ټام کینټ غوښتنه وکړه چې باید ریاستونه د خبریالانو د تحفظ لپاره د خپلو کړو ژمنو قدر وکړي او هغوی ته دې له قانون سره سم بې له وېرې ترهې د خپل کار پرمخ وړلو زمینه برابره کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG