د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت پر خبریال احمد نوراني برید غندلی


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ

د خیبر پښتونخوا حکومت په اسلام اباد کې پر خبریال احمد نوراني د نامالومو کسان له خوا شوی برید غندلی دی.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو صوبايي وزیر شاه فرمان د جمعې په ماښام د صوبايي اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې وویل ، “صحافت یو داسې هنداره ده چې موږ ته خپلې څهرې راښيي چې ورباندې څومره داغونه دي”.

شاه فرمان پر خبریالانو د بریدونو په اړه وویل ، “موږ باید دا هندرې ماتې نکړو بلکې خپلې څهرې پاکې کړو”

نوموړي دا خبرې له هغه وروسته وکړې چې د پېښور خبریالان د احتجاج په توګه د اسمبلۍ له غونډې ووتل خو وروسته شاه فرمان هغوی ته باور ورکړ چې صوبايي حکومت به یې لپاره غږ پورته کوي.

شاه فرمان وویل ، دی د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ له اړخه د اسلام اباد له پولیسو غوښتنه کوي چې پر احمد نوراني شوی برید دې وڅېړي.

په پېښور کې د خبریالانو سازمان – خېبر یونېن – مشر سېف الاسلام سېفي مشال راډیو ته وویل ، حکومت باید د خبریالانو د مشرتانه په سلا مشوره داسې قانون سازي وکړي چې د خبریالانو خوندیتوب باوري کړي.

دا له هغه وروسته ده چې د اکتوبر پر ۲۷مه نېټه د پاکستان د انګرېزۍ ژبې یوې ورځپاڼې "دي نيوز " پر خبريال احمد نورانياسلام اباد ته نژدې د ناپېژاندو کسانو له خوا برید وشو.

د هغه همکار او د جيو نيوز ټېليویژن د خبرونو څانګې مشر رانا جواد مشال راډيو ته وویل ، پر موټر سايکل سورو درو کسانو د احمد نوراني موټر درولی وو ، دی یې له موټره را کښته کړی او تشدد یې پرې کړی وو.

د رانا جواد په خبره دې کسانو احمد نوراني د اوسپنې په نلونو او ډندو وهلی ټکولی دی او د هغه په سر کې ډېر زيات ټپونه دي.

دی وايي د نوراني موټر چلوونکی هم په چړو وهل شوی او ټپي شوی دی. بریدګر تر حملې وروسته تښتېدلي دي او اوس به پوليس نورې پلټنې کوي.

نه احمد نوراني او پولیسو تر اوسه پر چا تور پورې کړی او نه هم چا پر هغه د دې برید زمه واري منلې ده.

په پاکستان کې بېلا بېلو مدني ټولنو، سياسي ګوندونو او سياسي غړیو پر خبريال احمد نوارني دا برید غندلی دی او دا يې پر آزاد صحافت قدغن ګرځولی دی.

خبريالانو او د خبريالانو د حقونو لپاره کارکونکيو مختلفو تنظيمونو هم دا پېښه غندلې ده او له حکومته يې غوښتنه کړې ده چې د خبريالانو د خوندیتوب لپاره دې موثر ګامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG