پاکستان د پټرولیم مصنوعاتو نرخونه پورته کړل
حکومت د نومبر مياشتې لپاره د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې پنځه روپۍ او ۱۹پېسې اضافه کړې ده. د پاکستان د تېلو او ګېسو انتظامي ادارې د سېشنبې په ورځ ویلي چې د پټرولو په نرخ کې دوه روپۍ ۴۹ پېسې، د ډيزلو په نرخ کې پنځه روپۍ ۱۹ پېسې او د خاورو تيلو یا ګاسلېټو په نرخ کې پنځه روپۍ اضافه کړل شوې ده.