د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکيې او ایران د شام سولې په باب د روسیې وړاندیز ومانه


ترکي او ایران د روس د دې وړاندیز ملاتړ کړی دی چې د شام د حکومت او مخالفینو ترمنځ د سولې خبرې اترې به د روس په سوچي کې تر سره شي.

دا خبره د سېشنبې په ورځ د روس، ایران او ترکي له خوا په خپره شوې ګډه اعلامیه کې شوې ده.

د وړاندیز له مخې به د شام د حکومت او د هغوی د مخالفینو ترمنځ مخامخ خبرې اترې د نومبر پر ۱۸مه نېټه وشي.

خبرپاڼه لیکي چې په دې خبرو اترو کې به د لویدیځ د هېوادونو یو استازی هم نه وي شریک.

د روس د بهرنیو چارو د وزارت پر ویب پاڼه لیکل شوي چې د خبرو اترو لپاره د شام د ملي کانګرې په نامه دې ناستې ته د شام ۳۳ سازمانونه وربلل شوي دي.

په دې کې هغه کردي ډلې هم شاملې دي چې تر دې وړاندې په خبرو اترو کې نه وې شاملې.

دا ډلې اوس مهال د شام پر دریمه برخه مځکه واک لري.

XS
SM
MD
LG