د کاتالونیا پخواني مشر کارلېس پویجدیمن دا خبره د سېشنبې په ورځ په بروکسل کېکې کړې ده.
دا له هغه وروسته ده چې د سپېن د اساسي قانون محکمې تیره اونۍ د کاتالونیا د سیمه يیز پارلمان له خوا د خپلواکۍ اعلان لغوه کړ.
د سپېن مرکزي حکومت تر هغه پس په یوه خوله د کاتالونیا خودمختاري وځنډوله او هلته یې د ډسمبر پر ۲۱مه د انتخاباتو غوښتنه وکړه.
کارلېس پویجدیمن په بروکسل کې وویل، په بیلجیم کې د پناه غوښتنه نه کوي او کله چې د مېډریډ د حکومت له خوا باور ورکړل شي نو به کاتالونیا ته ستون شي.
په سپېن کې سیاسي کړکیچ له هغه وروسته رامنځ ته شو چې د کاتالونیا سیمه ییز حکومت هلته د اکتوبر پر لومړۍ نیټه د خپلواکۍ په اړه یوه ټولپوښتنه وکړه.
د کاتالونیا سیمه يیزو چارواکو ویلي چې په ټولپوښتنه کې د رایې ورکولو په شرایطو له پوره کسانو څخه په سلو کې ۴۳ تنو برخه اخیستې وه او په سلو کې ۹۰ رای ورکونکي خپلواکۍ پلوي ول.