د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترهګري ضد مبارزې پر مېکانېزم د افغانستان او روس هوکړه


کابل او ماسکو پر سیمه ييز امنیت، د ترهګرۍ پرضد مبارزې او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا پر بېلابېلو اړخونو غږېدلې دي.

دا خبره د سېشنبې په ماښام د افغانستان د ملي امنیت د شورا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې شوې ده.

خبرپاڼه لیکي چې د روس د ملي امنیت سلاکار نیکولای پتروشیف د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر په رسمي بلنه له یو پلاوي سره د سېشنبې په ورځ کابل ته ورسېدی.

خبرپاڼه زیاتوي چې د روس او افغانستان د ملي امنیت د سلاکارانو په دې لیدنه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې او دوامدارې مبارزې پر اړتیا ټینګار وشو او د نشه یي توکو قاچاق د سیمې د بې ثباتۍ مهم سبب وبلل شو.

د خبرپاڼې په لیکنه، دواړو لورو هوکړه وکړه چې د مخنیوي په موخه به یې مشترکه مبارزه کوي.

روسي خبري اژانس ايتارتاس د روس د ملي امنیت د شورا په حواله ویلي چې د کابل په لیدنه کې دواړو خواوو د پوځي او تخنیکي همکاریو پر راتلونکې پراختیا، د ترهګرۍ پرضد مبارزې او د نشه يي موداو د قاچاق د مخنیوي پر لارو چارو خبرې کړي.

د روس د ملي امنیت سلاکار په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې یو شمېر لویدیځ والو او افغان چارواکو تر دې مخکې پر روس تور پورې کړی چې له وسلوالو طالبانو سره همکاري کوي خو روس دا تورونه رد کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG