د لاسرسي ځای

د بخښنې نړیوال سازمان په کابل کې د سېشنې ورځې ځانمرګی برید وغانده او له افغان چارواکیو یې غوښتي چې د طالبانو له بریدونو دې د افغان ولس خوندیکولو لپاره خپل ټول توان وکاروي.

د سېنشبې ورځ د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې یوه ځانمرګي برید لږ تر لږه پنځه کسان وژلي او ۲۱ نور یې ټپیان کړي.

اسلامي دولت وسلوالې ډلې د دې برید زمه واري منلې ده.

په کابل کې دا برید په داسې حال کې شوی چې د دې ښار په زنبق څلور-لاره کې له خونړۍ چاودنې وروسته د بهرنیو ډیپلوماټانو د استوګنې په سیمو په ځانګړې توګه وزیر اکبر خان کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG