د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټرمپ کمپاین پخواني مشر خپلځان اېف بي ای ته وسپارلو


د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د کمپاین پخواني مشر پاول مانافورټ د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې د ادعاوو په اړه، د هغې څېړنې په ترڅ کې چې د ځانګړي سلاکار رابرټ مویلیر له‌خوا پر مخ وړل کېږي، خپلځان د فدرالي تحقیقاتو ادارې ته تسلیم کړ.

مانافورټ نن دوشنبه په واشنګټن کې د "اېف بي ای" ادارې ته ورغی.

هغه وروسته تر هغې دغې ادارې ته ځان تسلیموي چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې او "سي اېن اېن" د یو شمېر سرچینو په حواله چې هویت‌یې نه‌دی په ډاګه شوی، خبر ورکړی و چې مانافورټ او د هغه یوه پخواني همکار رېک ګېتس ویلي چې دوی به خپل ځانونه د فدرالي تحقیقاتو چارواکو ته تسلیم کړي.

د امریکا د ځانګړي سلاکار دفتر په یوه بیان کې ویلي چې مانافورټ او ګېټس د یوه فدرالي منصفه هیئت له‌خوا د متحده ایالاتو پر ضد د دسیسې په ګډون، په ۱۲ مواردو تورن شوي دي.

دا لومړی ځل دی چې د مویلیر د څېړنې په نتیجه کې پر دوی دغه تورونه لګول کېږي.

مویلیر چې پخوا یې د "اېف بي اې" د مشر په توګه دنده ترسره کړې، په تېره مې میاشت کې د ځانګړي سلاکار په توګه وټاکل شو چې د عدلیې د وزارت له‌خوا د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو او له هغو سره د اوسني ولسمشر ډونالد ټرمپ د کمپاین یا د واک د انتقال د ټیم د اړیکو په اړه تحقیقات وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG