د بلخ والي عطا محمد نور ویلي، غواړي ځان راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو ته کاندید کړي.
ده د یکشنبې پر ورځ په مزار شریف کې د ترکیې په کونسلګرۍ کې د هغه هېواد د جمهوریت ۹۴مې کلیزې په لمانځغونډه کې وینا کوله.
پژواک خبري اژانس د نور په حواله وايي، د حکومت د مشرانو د بې غورۍ له کبله ناامني زیاته شوې.
د کابل ادارې د ده د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.