د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اروپا کې توپان شپږ کسان وژلي دي


چارواکي وايي، د یکشنبې پر ورځ د شمالي او مرکزي اروپا په هېوادونو کې هېرورټ نومي توپان لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.

وژنې په جرمني، پولینډ او چېک جمهوریت کې شوې دي.

توپان دومره زورور وو چې په درېواړو هېوادونو کې یې ونې ماتې کړې، د برېښنا نظام یې ګډوډ کړ او لویې لارې وتړل شوې. د توپان رفتار ۱۸۰ کیلیومیټره في ساعت وو.

د دوشنبې پر ورځ په درېواړو هېوادونو کې توپان نشته البته په ځېنو ځایونو کې بارانونه اوري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG