د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان:د خپلواکۍ د سرغړونې ځواب به ورکوو


 د پاکستان لومړی وزیر شاهدخاقان عباسياو د امرېکې د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن په اسلام اباد کې.
د پاکستان لومړی وزیر شاهدخاقان عباسياو د امرېکې د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن په اسلام اباد کې.

اسلام اباد ـ د پاکستان وزیراعظم ویلي، د امریکا حکومت ته یې ویلي دي چې که د هغه هېواد د خپلواکۍ سرغړونه یې وکړه نو ځواب به ورکوي.

شاهد خاقان عباسي د خالي پر شپه د پاکستان ۲۴ نیوز ټېلېوېژن ته په یوه مرکه کې وویل، څو ورځې مخکې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن اسلام اباد ته ورغلی وو نو دوی ورته وویل چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه د پاکستان خپل جنګ دی چې پکې هرې همکارۍ ته تیار دی:

((که هغوی ته معلومات وي او داسې ځایونه ورته معلوم وي چې هلته وسله وال یا د هغوی پټنځایونه موجود وي نو موږ ته دې معلومات راکړي، پرضد به یې عملیات وکړو ځکه چې دا زموږ خپل جنګ دی.))

شاهد خاقان عباسي زیاتوي چې د پاکستان دوه لکه سرتیري دا مهال په ملک کې په بېلا بېلو ځایونو کې د امنیت د ټینګولو لپاره موظف دي او د وسله والو خلاف په جنګ کې بوخت دي. نوموړی وايي په افغانستان کې نړیوالو ځواکونو خپل جنګ بایللی او دوی یې د ګټلو هڅه کوي.

امریکايي چارواکیو تر دې وړاندې هم پاکستان ته خبرداری ورکړی چې د ترهګرو خلاف دې لازم اقدامات وکړي. تر دې چې په پاکستان کې دننه د نېغ په نېغه عملیاتو کولو ګواښونه یې هم ورته کړي دي. خو د پاکستان وزیراعظم شاهدخاقان عباسي یې په ځواب کې وايي:

((ما پر هغوی (امریکا) واضحه کړې ده چې د پاکستان خپلواکۍ پر ضد که ګامونه واخېستل شول نو ګټه به یې چا ته هم ونه رسیږي. موږ به د خپلې خپلواکۍ ساتنه او دفاع کوو. او ځواب به ورته ورکوو.))

د پاکستان وزیراعظم وویل، امریکا دوی ته د ۷۵ مطلوبو کسانو هېڅ نوملړ یا لېسټ نه دی ورکړی. د اکتوبر پر ۲۵مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د سېنېټ یوې کمېټۍ ته ویلي ول چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن اسلام اباد ته د سفر پر وخت دوی ته د حقاني شبکې په ګډون د ۷۵ وسله والو پر ضد د اقدام کولو ویلي دي.

ټېلرسن هم د پاکستان تر سفر وروسته په هند کې خبري غونډې ته ویلي ول چې دوی پاکستان ته واضحه ویلي دي چې پر خپله خاوره دې د وسله والو پر ضد اقدامات وکړي او پټنځایونه دې ختم کړي.

اړونده مطالب:
ټېلرسن: که پاکستان د ترهګرو ضد ګام پورته نه کړي نو بله لار هم شته
د امریکا – پاکستان ترینګلیو اړیکو ته کتنه
پاکستان کې ((ډېر زیات ترهګر سازمانونه)) پټنځایونه لري: ټېلرسن

XS
SM
MD
LG