د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټېلرسن: که پاکستان د ترهګرو ضد ګام پورته نه کړي نو بله لار هم شته


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن وايي پاکستان ته په خپل سفر کې يې د دې هېواد مشرانو ته په ډاګه کړې ده چې که د ترهګرو پرضد کاروایانې ونکړي نو امريکا به په خپله ګام پورته کړي.

پریس ټرسټ اف انډیا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې هیدر نوریت له قوله لیکلي دي چې ټېلرسن پاکستاني سیاسي او پوځي مشرتابه ته ویلي دي چې پر خپله خاوره د ترهګرو خوندي پټنځایونه له مینځه یوسي او که اسلام اباد دا کار ونکړي نو امریکا به دا هداف په بل ډول ترلاسه کړي.

ریکس ټېلرسن تیره اونۍ په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره په کتنه کې ویلي وو چې په اسلام اباد کې به له پاکستاني مشرانو سره جدي خبرې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG