د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو د ایټمي انرژۍ د څارنې ادارې مشر تهران ته ځي


د ملګرو ملتونو د ایټمي انرژۍ د څارنې ادارې مشر یوکیا امانو.
د ملګرو ملتونو د ایټمي انرژۍ د څارنې ادارې مشر یوکیا امانو.

د ملګرو ملتونو د ایټمي انرژۍ د څارنې ادارې مشر یوکیاامانو به نن [یک شنبه] ایران ته ځي.

ملګرو ملتونو ویلي چې یوکیاامانو به له لوړ پوړو ایراني چارواکیو سره خبرې وکړي او دا به هم وګوري چې ایران له نړیوالو ځواکونو سره د ۲۰۱۵ میلادي کال تړون تر کومه حده عملي کړی دی.

روانه میاشت، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تائید نه کړه چې ایران له شپږو نړیوالو ځواکونو سره تړون عملي کړی چې له کبله یې د واشنګټن اوتهران ترمنځ لانجه زیاته شوه.

د امریکا کانګرس دې پرېکړې ته چې پر ایران هغه اقتصادي بندیزونه چې د تړون له مخې لرې شوي وو، بېرته برحاله کړي، تر شپېتو ورځو کم وخت لري.

د ملګروملتونو د ایټمي انرژۍ د څارنې د ادارې مشر یوکیاامانو چې پر ایران د لګېدلو محدودیتونو د څارنې لپاره تهران ته ځي وار له مخه یې ویلي چې دغه هېواد په نړۍ کې د سختې ایټمي څارنې لاندې دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG