د لاسرسي ځای

تازه خبر

پروان: تېرو ۲ میاشتو کې لسګونه مشکوکه مجرمان نیول شوي


د افغانستان په پروان ولایت کې چارواکي وايي، په وروستیو دوو میاشتوکې تر ۱۰۰ زیات مشکوکه مجرمان نیول شوي دي.

په پروان کې له جنايي جرمونو سره د مبارزې د ادارې مدیر فرهاد هاشمي پرون [شنبه] مشال راډیو ته وویل چې په دې موده کې یې ۱۰۶ جنايي پېښې ثبتې کړې دي. نوموړی زیاتوي:

((هغه ۱۰۶ مشکوک کسان چې په قتل، غلا اونورو جرمونو يې لاس پورې کړی، نیول شوي او عدالت ته حاضر کړل شوي دي. یوشمېر کسان چې تښتېدلي، د هغوي په لټه کې یو. ))

د مشال راډیو خبریال وايي، په پروان کې د غیرمسئولو وسله والواو غلو د زیاتېدو له امله ډېر خلک نورو ولایتونو ته کډې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG