د لاسرسي ځای

د جمعې په ورځ ناوخته په لوګر ولایت کې د نیټو د یو هیلو کوپټر د لویدو په پېښه کې یو امریکايي سرتیری وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.

دا خبره په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په یوې خبرپاڼې کې کړې.

د ناټو په خبر پاڼه کې ویل شوي چې ، پېښه د وسلوالوبرید په نتیجه کې نه ده رامنځ ته شوې خو دا چې ولې دا هیلوکوپټر لویدلې، ناټو وايي د پېښې د څرنګوالي په اړه څیړنې کوي.

طالبان ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې چې د ناټو دا هیلوکوپټر دوی نسکور کړی او په کې سپاره ټول سرتیري وژل شوي .

خو د ناټو او افغان چارواکو دا ادعا رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG