د لاسرسي ځای

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دوو ماهرينو په ايران غږ کړی دی چې د بي بي سي خبریالانو ځورونه دې بنده کړي.

دا په داسې حال کې ده چې یادې خبري ادارې ملګرو ملتونو ته شکايت کړی وو چې تهران د دوی د فارسي ژبې د عملې پرضد د مجرمانه تحقيقاتو پیل کوي ځکه چې ښکاري داسې ايران له بي بي سي سره څه قسم تړاو جرم ګڼي.

دا خبره د جمعې پر ورځ د ملګرو ملتونو د بیان د ازادۍ لپاره ځانګړي استازی ډيوډ کایې او د بشري حقونو لپاره ځانګړې استازې عاصمه جهانګير په يو ګډ بیان کې کړې ده.

په بیان کې ويل شوي چې موږ د هغه تازه راپورونو له مخه چې د بي بي سي د فارسۍ عملې د کورنۍ د غړو په نښه کولو کاروايانې هم توندې شوي دي سخت انديښمن کړي يو.

د ملګرو ملتونو دغو چارواکو ويلي دي چې په ايران کې د ۲۰۰۹م کال د متنازعه صدارتي ټاکنو وروسته ايراني چارواکو په بي بي سي پابندۍ لګولې ده.

XS
SM
MD
LG