د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت د پاکستان تورونه رد کړل


افغان حکومت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف دا تور رد کړی چې افغان او هندي استخبارات په هغه هېواد کې ګډوډي پیدا کوي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد بېګا مشال راډیو ته وویل، که اسلام اباد په دې اړه اسناد لري نو له یوه درېیمګړي هېواد سره دې شریک کړي.

ازاد دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې خواجه اصف د پنجشنبې پر ورځ د قامي اسمبلۍ بهرنیو چارو کمېټۍ ته په وینا کې تور پورې کړ چې هندۍ استخباراتي اداره (را) او د افغانستان د ملي امنیت اداره د پاکستان په غربي او جنوب غربي سیمو کې ګډوډي پیدا کوي.

نوي دیلي د نوموړي د څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي، خو په تېرو وختونو کې یې دا تورونه رد کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG