د لاسرسي ځای

د کندهار هوايي ډګر قومندان د یو کروړ ډالرو قاچاقولو په تور ونیول شو


د کندهار د هوايي ډګر قومندان د ۱۰ میلیونه ډالرو د قاچاق په تور نیول شوی دی.

د کندهار امنیه قومندانۍ سېکرټر غورځنګ اپرېدي بېګاه مشال راډیو ته وویل، دوی په دې اړه تحقیقات پیل کړي او ژر به نور معلومات له رسنیو سره شریک کړي.

یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ویلي، د هوايي ډګر قومندان ماما عبید الله غوښتل چې په دوو بکسونو کې ۱۰ میلیونه ډالره دوبۍ ته ولېږدوي.

دې سرچینې ویلي، نوموړي یو بکس وار له مخه استولی وو او د دویم هغه د لېږد پر وخت ونیول شو.

تر اوسه معلومه نه ده چې دا پیسې د چا وې او د څه لپاره دوبۍ ته استول کېدلې.

XS
SM
MD
LG