د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال خان د مقدمې لګښت د خیبر پښتونخوا حکومت پرې کوي


د خېبر پشتونخوا حکومت د عبدالولي خان پوهنتون د وژل شوي زدکوونکي د مقدمې د وکيل خرڅ پر خپله غاړه د اخېستو اعلان کړی دی.

د ا خبره د چارشنبې په ورځ د وزير اعلی له دفتره په خپور شوي بيان کې شوې ده.

د مشال خان پلار اقبال خان د پنجشنبې پر ورځ له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال د حکومتي اعلان هرکلی وکړ.

د مشال خان د پلار وکيلان وايي، د دې مقدمې فيصله ښايې ډېر ژر واورل شي.

د چارشنبې په ورځ هم عدالت د مقدمې يوه بله اورېدنه وکړه چې پکې د پنځو نورو ګواهانو شهادتونو ثبت شول.

مشال خان د اپريل په مياشت کې بلوه شويو زده کوونکیو لومړی په وهلو ټکولو او وروسته يې په ډزو و واژه.

دوی تور پورې کړی وو چې هغه توهين رسالت کړی خو وروسته د پوليسو تحقيقاتو ثابته کړه چې مشال خان د پېغمر اسلام سپکاوی نه وو کړی.

د هري پور ترهګرۍ ضد عدالت د سپټمبر په ۱۹مه د مشال خان د قتل په مقدمه کې ۵۷ کسان په رسمي توګه تورن کړي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG