د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وینزوېلا جمهوري اپوزېشن سخاروف جایزې ته نومول شوی


د وينزوېلا جمهوري اپوزيشن د ۲۰۱۷م کال سخاروف جايزې ته نومول شوی دی.

د اروپايې پارلېمان غړيو د پنجشنبې په ورځ دغه مشهوره جايزه د وينزوېلا اپوزيشن چې پکې د قامي اسمبلۍ غړي او بنديان هم شامل دي ورکړه.

وينزوېلا له څو مياشتو راهيسې له سياسي او اقتصادي له کړکېچ سره مخامخ ده او مظاهرچيان او غربي هېوادونه د ولسمشر نيکولس مادرو پر حکومت تور لګوي چې پر ټولځواکي بدلېږي.

د مارچ په مياشت کې سپريم کورټ له قامي اسمبلۍ څخه د قانون جوړولو واک واخست او وروسته يوه بله اسمبلۍ جوړه کړل شوي چې ورته د اساسي قانون بيا جوړولو کار وسپارل شو.

د اروپايې پارلېمان خبرپاڼه وايي، د کال له پيل راهیسې ۱۳۰ کسان د مظاهرو پر مهال وژل شوي چې پکې زياتره حکومت مخالفه مظاهرچيان دي او ۵۰۰ کسان په زوره زندان ته اچول شوي دي.

اروپايې ټولنې له ۱۹۸۲ م کال راهيسې د سخاروف جايزه هغو کسانو يا ادارو ته ورکول پیل کړې ده چې د رايې د اظهاراو اساسي بشري حقونو د دفاع لپاره مبارزه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG