د بلوچستان په بلوڅ مېشته سیمه چاغي کې د ټرافېکي په پېښه کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۳۷ نور ټپي شوي دي.
دا پېښه تېر ماښام هغه مهال شوې ده چې له کوټې څخه د ایران پر پوله پراته ښار ګوټي تفتان ته روان بس دالبندین ته نژدې له یو ټرالر سره ټکر شوی دی.
څلور کسان د پېښې پر ځای وژل شوي او نورو په یو ځايي روغتون کې سا ورکړې ده.