پښتونخوا ملي عوامي ګوند له وفاقي حکومته غوښتنه کړې چې د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا د ورګډولو پر ځای دې د هغو سیمو له ولسه پوښتنه وشي چې څه غواړي.
دې ګوند د یکشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د قبایلي مشرانو، سیاستوالانو، پارلېماني استازو او فعالانو یوه غونډه جوړه کړې وه چې ورته محمود خان اڅکزي هم وینا وکړه.
ده وویل، د قبایلو په اړه دې له بیړې کار نه اخیستل کېږي او له ټول ولسه دې پوښتنه وشي.
اڅکزي وویل، د قبایلي اصلاحاتو په اړه د وفاقي حکومت د هغې کمېټۍ رپورټ ردوي چې پخواني وزیراعظم نواز شریف جوړه کړې وه.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر په ۲۰۱۷ز کال کې په پاکستان کې پر شوې سرشمېرنې هم اندېښنې وښودې او ویې ویل چې په دې کې د پښتنو ابادي کمه ښودل شوې.