د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې اته وسله وال وژل شوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د پاکستان امنیتي ادارې وايي په کراچۍ ښار کې د یوې ناقانونه ګرځول شوې ډلې، اته غړي د امنیتي ځواکونو په یو برید کې وژل شوي دي.

د پاکستان رینجر ځواکونو د یکشنبې په ورځ په یوه خبر پاڼه کې چې مشال راډیو ته یې هم یوه کاپي رسېدلې ویلي چې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د انصارالشریعه په نوم ډلې کسان په نښه شوي دي. په وژلو شویو کې یو یې د دغه ډلې د مهم مشر په توګه یاد شوی دی. اعلامیه وايي د امنیتي ادارو دغه عملیات د کراچۍ د بلدیه ټاون په رییس ګوټ سیمه کې ترسره شوې دي.

خو وسله والو په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG