د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریاض ته تللی


ټېلرسن ته په هوايي ډګر پروټوکول ورکول کېږي.
ټېلرسن ته په هوايي ډګر پروټوکول ورکول کېږي.

د امريکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن د سعودي عرب په سفر ریاض ته رسيدلی دی. نوموړی به دغلته د سعودي عرب او عراقي چارواکو سره په ګډه غونډه کې برخه اخلي.

ټېلرسن به د شپږو ورځو په سفر کې قطر، پاکستان او هند ته هم ځي. نوموړي د خالي په ورځ د خپل سعودي سيال عادل الجبېر سره وليدل.

ټېلرسن به د یکشنبې په ورځ، د سعودي او عراق د همکاريۍ شورا د پرانستې غونډه کې ګډون کوي. د یادې شورا جوړولو مقصد د سعودي عرب او عراق ترمنځ اړيکو ته وده ورکول دي، ځکه چې امريکا غواړي په سيمه کې د ايران اغېز کم کړي.

ټېلرسن به په دوحه کې قطري چارواکو سره هم ګوري، چې د خبرو تمرکز به د قطر او سعودي په مشرۍ کې د عربو هيوادونو ایتلاف ترمنځ د سفارتي لانجو حل راويستل وي.

سعودي عرب او د هغه متحدینو قطر تورن کړی چې سيمه يیزې ترهګرۍ ته مالي مرستي ورکوي او له ايران سره نږدې اړیکي لري، خو دوحه دغه تورونه ردوي.

امریکا په قطر کې لوی پوځي مرکز لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG