د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مصر کې د وسله والو په برید کې ۳۰ پولیس وژل شوي


د مصر امنيتي چارواکي وايي چې د پنجشنبې پر ورځ د دې هېواد په غربي صحرایې برخه کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې په يو پټنځای د عملیاتو پر مهال په ډزو کې لږ تر لږه ۳۰ مصري پوليس وژل شوي دي.

د مصر بهرنیو چارو وزارت لخوا خپور شوي بیان کې ويل شوي دي چې په دې بريد کې ترهګر هم وژل شوي دي خو نور تفصيل یې نه دی ورکړی.

چارواکي وايي چې په دې نښته کې يو شمېر امنيتي سرتېري ژوبل شوي هم دي او کېدای شي د مړو شمير زیاته شي.

امنيتي سر چينې وايي چې د پولیسو د ګاډو قافله د حسم وسله والې ډلې د مشکوکه پټنځای په اړه د مالوماتو وروسته چاپې لپاره روانه وه چې په لاره کې په لوړو ځايونو کې پټو وسله والو پرې راکټي بريدونه وکړل.

وسله والې ډلې د دې بريد پړه پر غاړه اخيستي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG