د لاسرسي ځای

تازه خبر

کاناډا د بشري حقونو نوی قانون منظور کړ


کاناډا هم د امریکا په څېر د بشري حقونو پر سرغړوونکو مشکوکو روسیو وګړو د بندیز یو قانون منظور کړی دی.

د میګنېټسکي مسودې په نوم د دې قانون منظوري د ولسمشر ولادمیر پوتین په ګډون د روسیو چارواکو غوسه پارولې ده.

دا مسوده مخکې د کاناډا د پارلېمان دواړو جرګو منظوره کړې وه چې تېر مازیګر ورته قانوني شکل ورکړل شو.

له دې قانون سره سم به پر هغو روسيو چارواکو ویزې بندېږي او شتمنۍ به یې کنګلېږي چې ورباندې د بشري حقونو د سرغړونو تور دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG