په افغانستان کې وسله والو طالبانو د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ په جرکلا سیمه کې د سیمیزو پولیسو پر يو شمېر پوستو بریدونه کړي دي.
د بلخ د پولیسو ویاند، شیر جان دراني د پنجشنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل چې په جرکلا کې د سیمیزو پولیسو دوې پوستې وسله والو طالبانو نیولې دي.
د نوموړي په وینا، په برید کې د سیمیزو پولیسو د یوه قومندان ، فدا محمد په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي.
د بلخ د پولیسو ویاند زياته کړې چې برید پای ته رسېدلی او د وسله والو طالبانو د یوې ډلګۍ مشر عبدالستار هم په دې برید کې وژل شوی دی.
وسله والوطالبانو په دې اړه لا څه نه دي ویلي.
د مشال راډیو خبریال د امنیتي ادارو په حواله وايي چې د چمتال ولسوالۍ زیاتې سیمې د وسله والوطالبانو په لاس کې دي.