د لاسرسي ځای

تازه خبر

مکېن: د افغانستان د ستراتېژۍ په اړه مالومات غواړي


د امریکا په سېنټ کې د پوځي خدمتونو د کمېټۍ مشر جان مکېن ویلي ، تر هغه وخته به په دفاع وزارت کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نویو کسانو د کمارلو مخه ونیسي تر څو چې د دفاع وزارت د افغانستان لپاره د خپلې نوې تګلارې په اړه نور مالومات نه وي ورکړي.

جان مکېن دا څرګندونې د سېشنبې په ورځ په واشنګټن کې له خبریالانو سره د خبرو اترو پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي ، د ده کمېټۍ په افغانستان کې و ځواکونو ته د روزنې او سامان اخیستنې لپاره دې مالوماتو ته اړتیا لري.

جان مکېن د دفاع پر وزیر جېمز مېټس تور پورې کړې چې کانګریس ته د یو وړوکې حکومتي څانګې په سترګه ګوري.

د ده په وینا ، دا پر دې سربېره ده چې د امریکا د اساسي قانون له مخې کانګریس پر خرڅونو واک لري.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ په اګست کې د افغانستان لپاره د نوې تګلار اعلان وکړ او هوډ یې وښود چې تر بریالي کېدو به جګړه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG