د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنې د ایران د اټومي تړون ملاتړ کړی


د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د ایران د جوهري پروګرام د تړون سره خپل ملاتړ ښکاره کړی او خبرداری یې ورکړی چې د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا داسې ګواښونه چې دغه تړون به له منځه ویوړل شي،له شمالي کوریا سره په دې خبره موافقې ته رسیدل چې په سولئېزه توګه دې له خپلو جوهري هڅو لاس واخلي، تاواني کوي.

په لګزمبورګ کې له غونډې وروسته د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې دوی د ایران سره د شوي جوهري تړون ننګه کوي او دا د جوهري وسلو څخه د پاکې نړۍ لپاره د نړیوالو هڅو لپاره مهم ګام بولي.

خو د اکتوبر په ۱۳ مه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي وو هغه د دې خبرې پخلی نشي کولی چې ایران پر دغه جوهري تړون عمل کوي او دا ګواښنه یې هم کړې وه چې هغه به په سم لاسي توګه دا تړون لغوه کړي.

په ۲۰۱۵ م کال کې د ایران او د نړۍ د شپږو زیرځواکو هیوادونو ترمنځ د تړون له مخې ایران رضا شوی و چې خپل جوهري فعالیتونه به محدودوي او په بدل کې به پر دوی لګول شوي بندیزونه ختمیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG