د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان او پاکستان د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا غړي شول


افغانستان او پاکستان دواړو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کونسل غړیتوب ترلاسه کړ. د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو نن سشنبه د دې خبر پخلی کړی چې د دوی د غړیتوب موده د ۲۰۱۸ کال نه نیولې تر ۲۰۲۰ کاله پورې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د ملګرو ملتونو په جنرل اسمبلۍ کې له درېوو څخه دوو برخو غړو د دوی په حق کې رایې ورکړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وايي، له دې بریا سره په قامي او نړیوال کچ د پاکستان وقار لوړ شوی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه بیا وايي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان غړیتوب ته ۱۳۰ هېوادونو مثبتې رايې ورکړې دي.

د وزارت ویاند، احمد شکېب مستغني پرفېس بوک دا خبر خپور کړی او د افغانستان لپاره یې ښه پرمختګ بللی دی. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا اوه ۴۰ غړي لري او مقر یې د سویزرلینډ په جینیوا ښار کې دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG