د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اېن اې ۴ ضمني انتخاب کې به برقي مشینونه کارېږي


پراګ - د پاکستان انتخاباتي کمېشن وايي، د اکتوبر پر ۲۶مه په پېښور کې د قامي اسمبلۍ پر څلورمه حلقه په کېدونکو ضمني انتخاباتو کې به د برېښنايي یا برقي ووټېنګ مشینونه کاروي.

د کمېشن د اطلاعاتو څانګې مشر هارون شینواري د اکتوبر پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، دا کار په ازمېښتي بنیاد کوي او د انتخاباتو نتیجې به پخوانۍ طریقه اعلانېږي: ((دا به د پاکستان په انتخاباتي تاریخ کې لومړی ځل وي)) چې د ووټ اچولو برېښنايي یا برقي مشینونه به کارېږي. خو ((زه واضحول غواړم چې د دې ضمني ټاکنو رسمي نتیجې به زړې او روایتي طریقې د اچول شویو ووټونو پر بنیاد)) اعلانېږي.

هارون شینواری وايي، په دې طریقې اچول شوي ووټونه به د انتخاباتو پر نتیجو اغېز نه کوي ځکه دا تجرباتي کار دی خو انتخاباتو ته د عوامي نیشنل ګوند په استازیتوب ولاړ او د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ پخوانی مرستیال سپیکر خوشدل خان وايي، د څلورمې حلقې زیاتره خلک لیک لوست نشي کولای نو د برقي مشینونو پرېکړه نه مني:

((د ټاکنو کمېشن له چارواکو سره مې ملاقات شوی دی او هغوی ته مې واضحه کړه چې که څه هم تاسو دا کار په تجرباتي بنیادونو کوئ خو زما په فکر)) دا به ((ووټران له مشکل سره مخامخ کړي.))

خوشدل خان زیاتوي چې کمېشن دې دا ازموینه په داسې ځای کې وکړي چې پکې د خلکو د ((لیک لوست کچه لوړه وي.))

خو د قامي اسمبلۍ د څلورمې حلقې څوکۍ ته پیپلز ګوند نوماند اسد ګلزار د برقي مشینونو کارول یو ښه کار بولي: ((موږ ته د الېکشن کمېشن دا پرېکړه منظوره هم ده او)) له دې ((خوشاله هم یو ځکه چې د دې له وجې به هغه خلک اعتراض کوي چې چا چې له مخکې د ووټونو د پرچو کتابونه تر لاسه کړي او د جعلي ووټونو اچولو سازش کوي.))

ګلزار وايي، برېښنايي مشینونه په انتخاباتو کې درغلي ختموي.

د انتخاباتي کمېشن د اطلاعاتو څانګې مشر هارون شینواری وايي، له نوي انتخاباتي قانون سره سم، راتلونکې ټاکنې به هرومرو په برقي ووټېنګ مېشنونو کېږي.

دی زیاتوي، دا مشینونه د هالېنډ یوې کمپنۍ جوړ کړي دي چې د هر یو بیه یو لاک او ۸۰ زره پاکستانۍ روپۍ ده.

XS
SM
MD
LG