د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراقي حکومت په کرکوک کې له کردانو څخه سیمې نیولې دي


د عراق حکومت وايي ځواکونه يې په کرکوک صوبه کې د کردانو تر کنټرول لاندې سيمو خوا ته تللي او له کردي جګړه مارو يې ځېنې ځايونه نيولي دي.

د اکتوبر پر ۱۶مه، د عراق پوځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د لانجمن ښار کرکوک په جنوب کې حکومت پلوه ځواکونو ځيني پلونه، سړکونه، او بجلۍ مرکزونه نيولي دي او مخکې روان دي. د کرد ځواکونو يو وياند، برېګيډیير جنرال بهزاد احمد منلې چې وفاقي ځواکونو ترې ځيني صنعتي ځايونه نيولي دي او زياته کړې يې ده چې ډېره مرګ ژوبله شوې ده خو نور تفصيل يې نه دی ورکړی.

د اکتوبر پر ۱۵مه، د بحران ختمولو مذاکرات تر هغې وروسته ناکام شول چې کردي مشرانو د عراق مرکزي حکومت دا مطالبه ونه منله چې ويلي يې ول د خپلواکۍ ټولپوښتنه دې رد کړي. کردان او بغداد دواړه پر تېل لرونکي، کرکوک ښار دعوه لري او خپل يې بولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG