د قرغزستان چارواکي وايي، د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړنۍ نتیجې ښيي چې د اوسني ولسمشر الماس بېګ اتمبایېف سیاسي اتحادي سورنبای جېنبېکوف ۵۴ فیصده رایې ګټلې دي.
د انتخاباتو مرکزي کمېشن وايي، ۹۷ فیصده ووټونه یې شمارلي چې پکې د جېنبېکوف مهم سیال عمربېګ بابانوف ۳۴ فیصده رایې ګټلې دي. پایلې ښيي چې په قرغزستان کې ۵۰ فیصده خلکو رایې اچولې دي. د ولسمشرۍ څوکۍ ته د یوې ښځې په ګډون ۱۱ کسان ولاړ ول. له اساسي قانون سره سم، اتمبایېف دویم ځل ولسمشر نشي جوړېدای.