د لاسرسي ځای

تازه خبر

کالیفورنیا: اورلګېدنې لسګونه کسان له منځه وړي


په کالیفورنیا کې اور لګېدنې خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي.

د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې د تېرو څو ورځو راهیسي د لګیدلي اور له وجې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي او په سلګونه نور ورک دي.

دا د کالیفورنیا په تاریخ کې تر ټولو مرګونو اورونو څخه ګڼل کېږي. په یاد ایالت کې د ځنګلونو خوندیتوب او د اور د مخنیوي ادارې چارواکو د خالي په ورځ وویل، شاوخوا لس زره کارکونکي د اور په وژلو کې مرسته کوي.

د دې اور له وجې د کالیفورنیا يه شمال کې په زرګونه کورونه ړنګ شوي دي. یاده اداره زیاتوي، د سان فرانسېسکو په شمالي سیمو کې امدادي عمله د اور په لږ تر لږه ۱۶ لویو لمبو قابو موندولو لپاره هڅې کوي.

چارواکو ویلي، د شاوخوا ۳۰۰ کسانو د لادرکه کېدو خبرونه دي.د اور له وجې له سلو زرو څخه زیات کسان له سیمې بې ځایه شوې دي او په سیمه کې هر څه سوځېدلې دي.

XS
SM
MD
LG