د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني پوځ کورمه کې پنځه بهرنیان راخوشې کړي


د پاکستان پوځ د یوه خفیه اپرېشن په مټ پنځه تښتول شوي بهرنیان له وسله والو خوشې کړي دي چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې وسله والو برمته کړي ول.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې ای اېس پي ار د یوې خبرپاڼې په وینا د کاناډا یو تن دهغه امریکایي مېرمن او د هغوی درې ماشومان د امریکايي استخباراتي مالوماتو په بنیاد له کورمۍ ایجنسۍ راخوشې کړل شوي دي.

د پوځ مطبوعاتو خبرپاڼه زیاتوي چې وسله والو دا بهرنیان په ۲۰۱۲ کال په افغانستان کې تښتولي ول.

د پوځ د مطبوعاتو څانګه وایي چې امریکا د پروسږ کال په یولسم اکتوبر د دې کسانو و پاکستان ته اړولو په اړه مالومات شریک کړي ول.

دا تښتول شوي کسان تر دې وړاندې په افغانستان کې ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG